ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له لغمان والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۴:۳۹
کابل

محترم محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له محترم محمد آصف ننګ د لغمان والي سره وکتل او د پراختیايی او ټولګټو پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، محترم محمد آصف ننګ د لغمان والي د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د ځمکو د انتقال، د ښارګوټو و دجوړولو، د ساختماني پروژو د چارو پر ګرنډیتوب او د تفصیلي پلانونو په منظورۍ باندې خبرې وکړې او د یاد وزارت څخه د همکاری غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي لغمان د هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په لومړیتوب کې دی او د انکشافي پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د لغمان له والي څخه وغوښتل چې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د ځمکې لېږد په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه وزارت سره شریک کړي څو دا وړاندیزونه طی مراحل او د پام وړ ځمکه په خپل وخت متقاضي ادارو ته په یاد ولایت کې ولېږدول شي.

محترم محمود کرزي د لغمان ښارجوړولو رئیس ته هدایت ورکړ څو د لغمان والي سره په همغږئ د مسکن او ښارګوټو جوړولو په برخه د پانګونې طرحه جوړه او په یاد ولایت کې خصوصي سکټور ته د پانګونې زمینه مساعده کړي.

همداراز د لغمان شهرسازی رئیس ته هدایت ورکړل شو څو په یاد ولایت کې د جایدادونو د ثبت دفتر جوړ او د جایدادونو د ثبت او د ملکیت سند ویش په برخه کې عملي اقدمات تر لاس لاندې ونیسي.

په همدې ترتیب د لغمان ښارجوړولو رئیس ته هدایت ورکړل شو څو د بیروکراسۍ د ختمولو او د پروژو د ژر پېلېدو لپاره تر دې وروسته د پروژو د داوطلبۍ پروسه د والي تر نظر لاندې د ولایت په مقام کې ترسره شي.   

همداراز د تدارکاتو رئیس ته هدایت ورکړل شو څو د قرار دادونو د تعدیل او همداراز د پروژو د تطبیق په برخه کې ستونزې په خپل وخت حل او د پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول خنډونه لمنځه یوسي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همداراز رئیس دفتر ته دنده وسپارله څو د لغمان ولایت مقام لخوا په ورستیو مېاشتو کې د ځمکې د انتقال په برخه کې هغه ټول وړاندیزونه چې دې وزارت را  رسېدلي، وڅېړي او د طی مراحل لپاره یې جدي او عملي اقدمات وشي.

محترم محمد کرزي ټولو مسولینو ته هدایت ورکړ چې د ساختماني پروژو په تطبیق کې ځنډ ورته د منلو وړ نه دی او هرڅوک چې په مرکز او ولایاتو کې د پروژو د تطبیق په برخه کې خنډ جوړوي ورسره به جدي او قانوني چلند وشي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت