یو شمېر کسانو ته لارښوونه وشوه چې د ځمکې اسناد ترلاسه کړي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۳:۴۰
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له ولسي وګړو سره وکتل او په ځینو اړوندومسایلو یې خبرې وکړې.

لومړی، کابل کې د خیرخانې لومړۍ برخې ګولای سیمې اوسېدونکو په یاده سیمه کې د خپلو هستوګنځیو او اپارتمانونو د ملکیت او شته ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.

دغه خلکو غوښتنه درلوده چې څنګه کولای شي د خپلو اپارتمانونو په اړه د ملکیت سندونه ترلاسه کړي او په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني راغلو کسانو ته د خپلو اپارتمانونو د ملکیت سندونو د ترلاسه کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او هغه ادرس یې ورپه ګوته کړ، چې له مخې یې دوی کولای شي د ملکیت سند ترلاسه او بیا د شرعي قبالې غوښتنې لپاره محاکمو ته وړاندیز وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۲۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت