یو بل پانګوال هم چمتو شو چې د کابل نوي ښار کې پانګونه وکړي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۰
انځور

۱۴۴۵/۰۶/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د رسول مصیر شرکت له مسؤل محترم حاجي رسول رضایي او نورو شریکانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کابل په نوي ښار کې د پانګونې او پراختیا په تړاو خبرې وشوې، چې د رسول مصیر شرکت مسؤلینو خپل چمتوالی وښود.

ښاغلي حاجي رسول او شریکانو یې د کابل په نوي ښار کې د پانګونې او پراختیا لپاره ټټر وډباوه، په دغه برخه کې پانګونه مهمه وګڼله او د کار پیلولو اجازه یې وغوښته.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د کابل په نوي ښار کې د پانګونې په پار د رسول مصیر شرکت له چمتوالي مننه وکړه، د ملاتړ ډاډ یې ورکړ او د وزارت اړوند مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د پانګونې او عملي کار د پیل لپاره رسول مصیر شرکت ته زمینه برابره کړي، اسانتیاوې رامنځته کړي او او رسماً دې یې چارې پیل کړي.

یاد شرکت له مخکې د کور او ښار جوړولو وزارت سره د (۷۰۰) جریبه ځمکې هوکړه لیک لري، چې تر دې دمه د ځینو ستونزو له امله یې عملي چارې په ټپه ولاړې وې.

اوسمهال چې ستونزې ختمې دي، شرکت چمتو دی چې پانګونه وکړي، نو د کور او ښار جوړولو وزارت هم رسماً د کار کولو اجازه ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو غواړي چې راشي او د کابل په نوي ښار کې د پارختیا او ودې په موخه پانګونه وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت