کندهار ولایت کې څه باندې ۴۹۴ زره جریبه څړځایونه سروې شول

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه کندهار ولایت اړوندو سېمو کې ۴۹۴ زره او ۹۶۸ جریبه څړځایونه سروې کړي دي.
تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۹۰۳ زره او ۱۸۶جریبه څړځایونه په ۱۷۸۲ قطعو کې سروې شوي دي.
دا وزارت په ټول هېواد کې څړځایونه سروې، په نښه ، حدود یې ټاکي، او د څړځایونو څخه د هغوي ګته اخیستنه ځانګړې او پرمختګ ورکوي.