کابل کې له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۷
شهرک صفا

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي تیم یې د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د (صفا) ښارګوټي اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، له ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي دغه عامه پوهاوی یې د یاد ښارګوټي په ( 17، 19، 22 او 23) ګذرونو کې اوسېدونکو ته ورکړی.

نوموړی وایي، د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو د رعایت او تطبیق لپاره معلومات او ځانګړې لارښوونې وشوې، ترڅو د ښار جوړولو اصولو او مقرراتو ته په پام خپلې چارې تنظیم کړي.

هغه زیاتوي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ترڅنګ ‏خلکو ته په دې اړه هم پوهاوی ورکوي چې، څنګه کېدای شي خوندي او ارام چاپېریال ولري، منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي او له خپل سرو کړنو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت