کابل کې زرګونه متره ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې کابل ولایت کې (42949.9) متره مربع ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د کابل مرکز په دارالامان ساحه کې توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې موخه دا وه، چې په دارالامان ساحه کې د تېلو یو پمپ سټېشن جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اقتصادي او نورو پروژو د رامنځته کېدو په موخه ساحې سروې کوي.