ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د میدان وردک له والي او مشرانو سره په لیدنه کې د ټولګټو پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د میدان وردک له والي محترم مظفرالدین یمین، په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو محترم حاجي خان محمد وردک، محترم حاجي محمد نعیم، محترم عبید الله کلیمزوی او محترم عبدالرحمان وردک، د ولایتي شورا رئیس محترم اختر محمد طاهری، د میدان وردک ولایت قومي مشر محترم انجنیر سید رحیم ستار او د یاد ولایت ګڼ شمېر مشرانو سره وکتل.
په سر کې، والي، د خلکو استازو او قومي مشرانو د محترم محمود کرزي کړنې وستایلې او په یاد ولایت کې د امنیتي، اقتصادي او انکشافي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په ځانګړې توګه میدان وردک لپاره د پراختیايي ستراتیژیک پلانونو د ترتیب، اداري کمپلکس ودانی او د دریو نویو ښارګوټو جوړول، د میدان وردک څخه تر غزني ولایت پورې د کدستر سروې ترسره کول، د پوهنتون د انکشاف لپاره د ماستر پلان ترتیب، په میدان وردک کې د غیر رسمي سیمو د ثبت او د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د انکشاف او تجهیز په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک او یاد وزارت له رهبرۍ څخه د یادو موضوعاتو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
ورپسې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی میدان وردک یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو وباله او په یاد ولایت کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر تطبیق ټنګار وکړ.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د نویو ښارګوټو د جوړولو لپاره د ځمکې د انتقال، تخنیکي سروې او تفصیلي پلانونو د ترتیب او منظورۍ وعده وکړه او د والي او د خلکو له استازو څخه یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور او تاجرانو سره په ګډه د پانګونې د جذب او د ښارګوټو د پلانونو په تطبیق کې کار وکړي.
همدارنګه، محترم محمود کرزی ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو په یاد ولایت کې د اداري کمپلکس د جوړېدو لپاره یو تخینکي هیئت واستوي ترڅو د دې مهمې پروژې د تطبیق چارې ژر پیل شي.
په همدې ترتیب، د ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وشوه ترڅو د یاد ولایت لپاره د پراختیايي استراتیژیک پلانونو او د پوهنتون د انکشاف لپاره د ماستر پلان د جوړولو په موخه یو تخنیکي ټیم میدان وردک ته ژر تر ژره واستوي.
همدازار، د اراضی رئیس ته لارښوونه وشوه ترڅو د والي، قومي مشرانو او اړونده چارواکو سره په ګډه د میدان وردک تر غزني ولایت پورې کدستر سروې ترسره کړي او د ریاست د انکشاف او لا تجهیز لپاره مشخص وړاندیزونه دې وزارت ته واستوي ترڅو په اړه یې لازم اجراات ترسره شي.
په همدې توګه، در غیر رسمي سیمو د ثبت په اړه پریکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې دا لړۍ به په میدان وردک ولایت کې پیل شي.
په پای کې دواړو لورو یو ځل بیا د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر تطبیق، همکاري او همغږي او د میدان وردک ولایت خلکو ته د هوسا او ارامه ژوند د شرایطو پر برابرولو ټنګار وکړ.
###
