پکتیکا ولایت کې  څه باندې ۳۳۶   زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۲:۳۵
 پکتیکا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، پکتیکا ولایت اړوندو سېمو کې په ۱۳۹ قطعو کې ،  ۳۳۶  زره او ۷۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۳۰زره او ۶۷۴  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې،  ۶ زره او ۱۰۸یبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د تخلفاتو مخنیوي، بیت المال خوندیتوب او د پلان پر بشپړ تطبیق خبرې وشوې

۱۴۴۷/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، او د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

په میدان وردک کې د پوهنتون د سړک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

 د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردک پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.. . .

BACK TO NEWS