پکتیا کې څه باندې ۳۲۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۴
پکتیا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د پکتیا ولایت اړوندو سېمو په ۲۹۶ قطعو کې، ۳۲۱ زره او ۱۹۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۳۱۹۳۲۹ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۶۳ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت