په کندهار کې څه باندې ۳۴۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۲۹ - ۲۲:۵۸
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  کندهار ولایت اړوند سیمو په  ۲۶۲  قطعو کې  ۳۴۵  زره او ۹۶۲  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۳۴۳۲۶۲  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۲۷۰۰ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS