په کندهار کې د وزير محمد اکبرخان ښوونځي ودانۍ د جوړېدو چارې نږدې بشپړېدونکي دي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د وزير محمد اکبرخان ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.
دا ودانۍ په ۷۲۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۸ ميلیونه ۸۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.