په کابل کې يو ۱۲ صنفي ښوونځي لپاره ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۱:۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کابل په ۲۱مه ناحيه کې د حاجي جنت ګل نمبر يو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۵ ميلیونه ۶۱۹ زره افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت