په کابل کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي هڅې ګړندۍ روانې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۱۰
کابل

۱۴۴۶/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي او چارې د پلان مطابق ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت له ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي ریاست له محترم رئیس سره وکتل او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وویل، د کابل دوه ولسوالیو پرته نورو ټولو ولسوالیو کې یې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د څار لړۍ بشپړه کړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، لازمه ده چې د کابل ښاروالۍ محترم ریاست د دغه ولایت د دوه ویشت (22) ناحیو د تفصیلي پلانونو کاپي د دوی په واک کې ورکړي، تر څو یې مطابق عمل ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په یاده برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې چې، په پلي کېدا سره به یې له تخلفاتو د مخنیوي په هڅو کې چټکتیا او اغېز پیدا شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، ګام په ګام دې د کابل ښاروالۍ محترم ریاست په جریان کې واچول شي او د ترسره شوو تخلفاتو برخه کې دې خبر ورکړل شي، تر څو لاس په کار شي او مخنیوی یې وکړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، په ولایتونو کې دې د ښاري امریتونو کاري ظرفیتونه لوړ شي، تر څو فعال خوځښت ولري، ښاري تخلفات په نښه او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې، ښاري تخلفات ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

د ننګرهار سره ‌رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۶/۲۵

د مهاجرینو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د باعزته استوګنې د زمینې برابرولو په موخه، یو بل ستر او عملي ګام پورته شو.

دا ځل، د ننګرهار ولایت د سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت اداري غونډه تر سره شوه

 ۲۵ / ۶ / ۱۴۴۷

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت کاري او اداري غونډه، د محترم الحاج مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ، د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د سپینې دولتي ځمکې د تثبیت په اړه سلا مشورې وشوې

۲۵/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ جوړې شوې کمیټې، کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت