په پکتیکا ولایت کې د مټاخان ولسوالۍ د بازار سیمه توپوگرافي شوه

13/3/1446
د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د بازار سیمه د دې ولسوالۍ د تفصیلی پلان د چمتو کولو په موخه توپوگرافي سروې ترسره شوه.
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وویل چې پلان لري، چې د مټاخان ولسوالۍ تفصیلي ښاري پلان طرحه او تنظیم کړي، چې پر اساس یې د تخنیکي ټیم له خوا د توپوګرافیکی سروې ترسره شوه چې د تخنیکي لخوا به دبازار د ځمکې سطحې فزیکي ځاتګړتیاو په پام کې نیولو سره به تفصیلي پلان جوړ شي.
هغه زياته کړه، د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې د مامورينو ښارګوټي د تفصيلي پلان پر بنسټ د مسجد شريف سیمه کروکی او سروې شوه، دغه راز په دې سروې کې د مسجد شريف د جوړولو لپاره د ځمکې حدود او مساحت هم مشخص شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د بنسټیزو کارونو د ترسره کولو په موخه بېلابېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د تطبیق په موخه اړونده څانګو ته سپاري او له تطبیق څخه یې څارنه کوي.