په هلمند ولایت کې د یتیمانو د ښار ګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۵۰
picture

۱۴۴۵/۱۲/۱

د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د پنځه سوه یتمیانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني او د دې وزارت د ښاري پراختیا مرستیال ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني لخوا منظور شو.

د یادولو وړ ده، چې  یاد هستوګنیز ښارګوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لګښت چارې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۰
Background image

فاریاب کې د  سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS