په هلمند ولایت کې د خاري ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۳/۲۰
په هلمند ولایت کې د خاري ښوونځي ودانیزې چارې یو ځل بیا د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیري ټیم لخوا و څارل شوې.
د خاري ښوونځي ودانیزې چارې له تیرو څو میاشتې راهسې روانې دي، چې د دې ریاست د تخنیکي لخوا یې چارې څارل کیږي تر څو یاده پروژه په انجنیري معیارونو برابره سرته و رسیږي.
د خاري ښوونځی په دوه پوړونو کې جوړیږي چې دمګړۍ هلته د دویم پوړ د چت د کانکریټ اچولو، د سبټیک څاه د چت د کیورینګ پروسه او د اوبو د ذخیرې د سیخ بندۍ چارې روانې وې او د کانکریټ اچونې په وخت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا د سلمپ ټیسټ هم تر سره شو تر څو د کانکریټ مقاومت معلوم کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیمونه د پروژو څخه څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.