په نېش ولسوالۍ کې د چېکډیم، کانال او سربند د په ټپه ولاړو چارو د بېرته پیلولو لپاره لارښوونې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۵:۰
انځور

۱۴۴۵/۷/۱۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یوه هیئت په ملتیا د کندهار نېش ولسوالۍ د چېکډیم، کانال او سربند له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د محترم مقام د هدایت پر اساس، د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د ټاکل شوې کمېټې سره یو ځای د نېش ولسوالۍ د چېکډیم، کانال او سربند سیمه له نږدې وکتله، تر څو د یاد بند رغنیزې چارې د کرنې، مالدارۍ او اوبو محترم ریاست د نقشې او ډیزاین مطابق مخکې لاړې شي.

هغه وایي، دمګړۍ د یاد بند رغنیزې چارې د کانال د نامعلوم مسیر، د سربند شاوخوا ځمکو د تخریب او د نقشې او ډیزاین خلاف رغولو له امله په ټپه ولاړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت