په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
صنایع سبز

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار عمومي رئیس په مشرۍ، د تخنیکي او تخصصي ریاستونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټې د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره کړه.

یاده کمېټه چې د داخلي تفتیش، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست، د روبنا او زیربنا د طرحې، د سروې او جي ای ایس ریاست او د نوي کابل ښار د ریاست استازي پکې شامل وو، د یاد صنعتي ښارګوټي اصلاح شوی پلان یې له بېلابېلو تخنیکي او حقوقي پلوه هر اړخیز وڅېړه.

د ارزونې په بهیر کې د ځمکې د انتقال موضوع، حقوقي ستونزې او د بې‌ځایه لاسوهنو د مخنیوي اړوند موارد په تفصیل سره تر تخنیکي څېړنې لاندې ونیول شول.

د تخنیکي ارزونې په پایله کې هغه موارد چې له اصلاح شوي پلان سره په ټکر کې وو، تشخیص او تثبیت شول، چې د یوه تفصیلي راپور په بڼه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وړاندې شول.

د دې ډول تخنیکي ارزونو موخه د پلانونو دقیق تطبیق، د حقوقي ستونزو حل، د غیرقانوني مداخلې مخنیوی او د منظم ښاري پراختیا تأمین بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت