په نورستان ولایت کې د احصايې رياست داحاطوي ديوال دپروژې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۶/۴/۶
د نورستان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني وایي، د دې ریاست د مهندسۍ او انجنیرۍ امر انجنير زلمي نور او انجنيري ټيم په ملتیا یې د احصايې ریاست د احاطوي ديوال د پروژې څخه څارنه تر سره کړه.
ښاغلي برهاني وویل، د یادې پروژې د سنگکارۍ له چارو څارنه وشوه چې تر دې دمه ودانیزې چارې د نقشې مطابق روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.
