په لوګر کې شاوخوا ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب وژغورل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۲:۵۷
dfgbdfg

۱۴۴۳/۰۹/۱۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لوګر ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریبه دولتي خمکه چې ځینې غاصبینو او فرصت غوښتونکو خلکو یې د غصب کولو اراده درلوده، له غصب وژغورله.

یاده اندازه ځمکه د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ په شاوخوا کې موقعیت لري چې د دولت پورې اړوند ده.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې وه په دغه راګرځول شوې ځمکه کې ۶ حلقې د اوبو څاه ګانې او څو جریبه ځمکه کرنیزه او دغه راز یو شمېر د اوسېدو کورونه په غیر قانوني توګه اباد کړي چې په لوګر ولایت کې د ښار جوړلو او ځمکو ریاست لخوا یې پر وخت مخنیوی وشو او له غصب وژغورل شوه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې د ټول هېواد په کچه د دولتي ځمکو له غصب مخنیوی وکړي او غاصبین اړوندو قضایي او عدلي ارګانونو ته وروپېژني.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت