په لوګر ولایت کې د ۱۰۰ جریبه دولتي ځمکې له غصب مخنیوی وشو

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۲:۵۴
xdgf

۱۴۴۳/۰۹/۲۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لوګر ریاست مسؤلینو د یوې کمېټې په وسیله په دې وروستیو کې د شاوخوا (۱۰۰) جریبه دولتي ځمکې او ملکیتونو له غصب مخنیوی وکړ.

دغه اندازه ځمکه د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ موقعیت لري چې د غصب لپاره یې اقدام شوی و.

په دغه ځمکو کې د اوسېدو کورونه ، د اوبو څاه ګانې او نور اقدامات شوي وو، چې د لوګر ولایت د ځمکو او ښار جوړولو ریاست د پر وخت ادقام له امله یې مخنیوی وشو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ټولو دولتي ځمکو ساتنه کوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې په بېلا بېلو نومونو دولتي ځمکې او ملکیتونو غصب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت