په لوګر ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټیشن انجنیری اومهندسي نقشه و اروزل شوه

۱۴۴۶/۲/۲
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د تیلو د یو پمپ سټيشن انجنیري او مهندسي نقشه و اروزل شوه.
ښاغلي زاهد وویل، یاد پمپ سټیشن چې پکې ټول ضروريات او ملحوظات لکه د نارينه او ښځينه مسجد ، هوټل ، د موټرو ترميم خونه ، موټرو تم ځای ، د موټرو مينځلو خونه، دفتر او شنه ساحه پکي شامل ول، ويزه او وارزول شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنيکي او مسلکي ټیمونه د هستوګنیزو کورونو، سوداګریزو مارکیټونو، د ادارو د تعمیرونو او د تیلو د پمپ سټيشونونو لپاره نقشې ډیزاین کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو په معیار برابرې سرته و رسیږي.