په لغمان کې ۲۸۹ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۹:۲۳
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په لغمان ولایت کې ۲۸۹ جریبه دولتي ځمکه مخابراتو وزارت ته ولیږدوله.

یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د مخابراتي چوپړتیاوو سایټ د رغولو  په موخه مخابراتو وزارت ته ولېږدول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳۶
Background image

خوست کې د ښاري پلانونو د تطبیق او ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د دغه ولایت په دوهمه، درېیمه او څلورمه ناحیو کې د ښاري پلانونو د تطبیق او روانو ودانیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت