په لغمان کې د معارف د درې پرمختیايي پروژو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۷:۴۰
لغمان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په قرغه یې ولسوالۍ کې د یو ۲۴ صنفي ښوونځي، د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اته صنفي ښوونځي او د لغمان ولایت د ښځینه دارالمعلین لیلیې رغنیزې چارې ۳۰ تر ۶۸ سلنې بشپړې کړي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې د قرغه یې ولسوالۍ ۲۴ صنفي ښوونځی په ۵۶۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو، د سلطان غازي بابا ښارګوټي اته صنفي ښوونځی په ۵۸۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو او د لغمان ولایت د ښځینه دارالمعلین د لیلیې ودانۍ په ۴۷۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځیو په جوړولو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د زده کړې او تدریس مناسبې فضا په برابرولو سره، پوهنې وزارت سره د ښوونیزو برنامو په ښه تطبیق کې مرسته کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS