په لغمان ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټیشن سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۳/۱۵
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د تیلو د یو پمپ سټيشن سروې تر سره شوه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، یاد پمپ سټیشن په مرکز کلای دامان سیمه کې له پخوا نه فعالیت در لود، چې د دې ریاست د تخنیکې ټیم لخوا یې سروې تر سره شوه، جي پي ایس ټکي په نښه شول تر څو د دې پمپ سټیشن ټولې ودانیزې چارې په معیار برابرې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه د هستوګنیزو نمرو، سوداګریزو مارکیټونو، د تیلو د پمپ سټیشنونو او نورو پروژو له ودانیزو چارو څارنه کوي تر څو ټولې چارې په معیار برابرې تر سره شي.