په فراه ښار کې د درېیو سړکونو د ویالو د سنګ کارۍ له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۲۹
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، چې د فراه ښار په دوهمه او درېیمه ناحیه کې د څو مهمو سړکونو د ویالو د اعمار چارې روانې دي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم پرې منظم نظارت کوي.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، دغه پروژه د زرعتي بانک اړوند سړک، د قلعه محمد ختیځ سړک، او د مسجد قاضي ختیځ سړک د اوبولارو د اعمار په برخه کې عملي کېږي، د دغو سړکونو ویالې د ښار د باراني اوبو د منظمې تېرېدنې، د ښاري چاپېریال د ښه والي او د ښار د پاک ساتلو لپاره ځانګړې شوې دي.
ښاغلی مولوي نصرالله استقلال وایي چې د پروژې ټول پړاوونه د نقشې، انجنیري اصولو او تدارکاتي شرطنامې مطابق پر مخ ځي، او د کیفیت د ساتنې لپاره هره برخه د تخنیکي ټیم له لوري څارل کېږي.
د فراه ښار اوسېدونکي د دغو چارو هرکلی کوي او وایي چې د ویالو جوړېدو سره به د اوبو د بندېدو، خټې، کثافاتو او د سړکونو د تخریب ستونزې کمه شي، او ښار به لا پاک، منظم او ښایسته شي.
د فراه د کور او ښار جوړولو ریاست په ښار کې د اوبولارو، سړکونو او ښاري شبکو د جوړولو او بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکوي او د ښاروالۍ سره په همغږۍ د ښاري خدماتو د ښه والي لپاره خپلې هڅې پراخوي.
