په غزنی ولایت کې ۱۷۲۶۷۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۸ - ۹:۴۲
غزنی

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په غزنی ولایت کې ۱۷۲۶۷۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۸۱ قطعو کې چې ۱۷۱۱۳۲ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۵۳۸ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت