په غزني کې د ښاري سرغړونو په موخه له سوداګریزمارکیټ څخه لیدنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۹/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د غزني ولایت د ښاري سرغړونو مدیریت د تخنیکي ټيم لخوا د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وویل، د غزني ښار په دریم پلان کې د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې روانې وې، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې د ښاري سرغړونو په موخه له چارو څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، د مارکیټ مالک ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپلې چارې د نقشې مطابق تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې، د پلان خلاف چارې ترسره کړي.