په طلایي ښارګوټي کې د ښاري تخلفاتو پېژندلو په موخه پلټنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۳:۳
شهرک طلایی

۱۴۴۶/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د عامه پوهاوي امریت په کابل کې د طلایي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

د یاد ریاست مسؤلینو په نوموړي ښارګوټي کې له وکیلانو او استازو سره د ښاري تخلفاتو مخنیوي په تړاو خبرې وکړې.

د ښاري تخلفاتو مخنیوي محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په لارښوونه یې د طلایي ښارګوټي هر اړ خیزه څېړنه وکړه، او هغه مارکېټونه او ودانۍ چې په خپل سرې توګه او د نقشې خلاف جوړې شوي، په نښه شوې.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د دې ښارګوټي وکیلانو او استازو ته د ښاري سرغړونو او مخنیوي په موخه عامه پوهاوی وشو او متخلفینو ته لارښوونه وشوه، تر څو خپلو اسنادو سره مل د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست ته مراجعه وکړي.

د ښاري تخلفاتو مخنیوی د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، او دغه وزارت د خپلو ښاري پلانونو له ښه تطبیق څارنه کوي، چې د هر ډول ښاري تخلفاتو مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت