په سره میاشت ښارګوټي کې د ښاري اصولو خلاف ساختماني فعالیتونه بیا ودرول شول
۱۴۴۸/۵/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سره میاشت ښارګوټي څخه د څارنې پر مهال هغه ساختماني فعالیتونه بیا ودرول چې د ښاري پلانونو او اصولو خلاف په پټه توګه روان وو.
تر دې وړاندې هم څو ځله له یادې سیمې څارنه شوې وه او د پروژو مالکینو او اړوندو اشخاصو ته سپارښتنه شوې وه چې د وزارت د وروستۍ پرېکړې تر صادرېدو پورې له غیرمعیاري او د ښاري اصولو خلاف ساختماني فعالیتونو ډډه وکړي.
له ځینو سرغړوونکو څخه په دې اړه ژمنې هم اخیستل شوې وې، خو د بیا ځلې ساختماني فعالیتونو د پیل راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شول.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ځینو ودانیو کې ساختماني فعالیتونه په پټه توګه دوام لري، چې له همدې امله د ښاري پلانونو خلاف ټولې روانې چارې بیا ودرول شوې.
د یادې څارنې موخه د ښاري پلانونو د اصولو تطبیق، د غیرمجازو ساختماني فعالیتونو مخنیوی او د کابل ښار د منظمې او همغږې پراختیا ډاډ ترلاسه کول دي.
