په خیرخانه کې د ودانیو له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۸
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د خیرخانې په لومړۍ حصه کې، د حوزې سړک په شپږمه او اوومه فرعي کوڅو کې د ودانیو له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانۍ و ارزول شوې، چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو، د ګاونډیانو د حریم، د ودانیو د تراکم او د ځمکې د مجازې اشغال په برخه کې د احتمالي سرغړونو نښې پکې لیدل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د دې څارنې موخه د ساختماني جوازونو او ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول، د غیرمجازو ساختماني فعالیتونو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقوقو او حریم ساتنه او د ښاري نظم ټینګښت دی.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست به د کابل ښار په ټولو ناحیو کې دا ډول څارنې دوامداره ترسره کوي او د تثبیت شوو سرغړونو په وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي.
