د کابل ـ بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۲۸
د نوي کابل ښار د بنسټیزو او ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په لړ کې، د کابل ـ بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې پیل شوې.
د یاد سړک د جوړولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مالي ملاتړ لاندې روانې دي او د نوي کابل ښار د عمومي ریاست تخنیکي ټیم یې د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه پرلپسې څارنه کوي.
د دې سړک اوږدوالی ۶.۲ کیلومتره او پلنوالی یې ۵۰ متره دی، د قیر اچونې د چارو له پیل سره، د پروژې د پلي کېدو بهیر مهم پړاو ته رسېدلی او کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.
د پروژې د کیفیت د تأمین په موخه، د نوي کابل ښار مسلکي او تخنیکي ټیم د چارو د بهیر څارنه کوي، څو بنسټیز فعالیتونه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیتي اصولو سره سم ترسره شي.
د دې لارې په جوړېدو سره به د تګ راتګ لپاره زمینه لا ښه برابره او د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر ته به د زېربناوو له پلوه لا پیاوړتیا ور وبښل شي.
د سړک د جوړولو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې روانې دي او د قیر اچونې د چارو پیل د پروژې د پرمختګ یو مهم پړاو بلل کېږي.
