په خوست کې څه باندې ۲۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۰:۲۳
خوست

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  د دولتي ځمکو  بانک برنامې د پلې کېدو پر مهال د خوست ولایت اړوند سیمو په ۲۵۲ قطعو کې ۲۳۰۰۶۹ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۱۸۷۲۵ جریبه سپينه دولتي ځمکه ده او پاتې ۱۱۳۴۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت