په بلخ کې څه باندې ۳۵۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۹
بلخ

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو  بانک برنامې د پلي کیدو پر مهال د بلخ ولایت په اړوندو سېمو ۱۶۷ قطعو کې ۳۵۸۰۰۱ جریبه دولتي ځمکې او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۵۵۱۲۶۴ جریبه سپینه دولتي او پاتي ۶۷۳۷ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ ملیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتی ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کیږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کیدو ته زمینه برابره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲
Background image

په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۶

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت