په بلخ ولایت کې د دوو ولسوالیو د بازارونو سروې تر سره شوه
۱۴۴۶/۳/۱۱
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د حکم په اساس د بلخ ولایت په دوو ولسوالیو کې لومړنۍ سروې تر سره شوه.
ښاغلي مولوي حامد وویل، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د ګډ هئیت په شتون کې د بلخ ولایت د کشنده او اقکپرک ولسوالیو د بازارونو سروې تر سره شوه.
د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت په پام کې لري، چې یاده سروې د نورو ولایتونو په ولسوالیو کې هم تر سره کړي، چې د دې سروې سره به د ځمکو تثبیت، لوړ پوړیزو ودانیو کره معلومات، سوداګریزو مارکیټونوکره معلومات، هټیو معلومات، بازارونومعلومات او د بازارونو مسیر معلوم شي، چې په دې سره به هېوادوالو ته دایمي بوختیا پیدا شي، مارکیټونه به قانوني شي او د خلکو اقتصاد به پیاوړي شي.
