په بامیان ولایت کې د اووه ولسوالیو له ودانیزو پروژو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۲۰
ودانیزو پروژو

۱۴۴۶/۲/۳

د بامیان ولایت  د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د ولایت د محترم مقام په غوښتنه د بیلابیلو ادارو د یوه ګډ هئیت په ترڅ کې د دې ریاست تخنیکي ټيم د اووه ولسوالیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

ښاغلي امان وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د بیلا بیلو ودانیزو پروژو څارنه وشوه، چې په دې څارنه کې هستوګنیزې خونې، اداري تعمیرونه، احاطوي دیوال، د سړکونو هوار کاري او جغل اچونه او نورې ودانیزې چارې شامل وې چې له چارو یې څارنه وشوه.

ښاغلي امان وویل، هغه پروژې چې چارو کې یې ستونزې وې چارې یې دقیق و څیړل شوې د حل په موخه قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق او په معیار برابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه له پروژو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې سرته و رسیږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

 د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په تالار کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د ترانسپورت او ښاري پراختيا په برخه کې د لا شفافيت، اغېزمنتیا او معیار رامنځته کولو په موخه، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود د هدایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د امارتي هوټلونو لپاره ځمکه مشخص شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د امارتي هوټلونو، رستورانتونو اومیلسمتونونو لپاره په. . .

BACK TO NEWS