پنجشېر ولایت کې څوارلس قطعې ځمکې سروې او سکېچ شوه

۱۴۴۶/۰۶/۲۰
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، په مرکز کابل کې د سروې او جي ای اس محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم په ملتیا یې پنجشېر ولایت کې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا (۱۴) قعې د تأسیساتو او جز و تامونو ځمکې سروې او سکېچ کړې.
ښاغلی انجنیر نورزاد وایي، دغه چاره یې د امنیې قوماندانۍ په غوښتنه او د ولایت محترم مقام په حکم ترسره کړه.
نوموړی وایي، شتل ولسوالۍ کې دوه قطعې ځمکه، عنابه ولسوالۍ کې دوه قطعې ځمکه، رخه ولسوالۍ کې درې قطعې ځمکه، د پنجشېر په مرکز کې څلور قطعې ځمکه، حصه اول ولسوالۍ کې یوه قطعه ځمکه، پریان ولسوالۍ کې یوه قطعه ځمکه، دره ولسوالۍ کې یوه قطعه ځمکه چې ټولې (۱۴) قطعې کېږي، سروې او سکېچ شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز کابل او ولایتونو کې له ځمکې د اغېزمنې ګتې اخیستنې په موخه د پام وړ ساحې سروې او سکېچ کوي.