پنجشیر کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۴:۱۶
پنجشیر

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په سفید چهر کلي کې د عمر بن خطاب مدرسې د لیلیې رغنیزې چارې ۱۳ سلنه او د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ په عمرض کلي کې د مارشال محمد قسیم فهیم دارالعلوم لیلیې رغنیزې چارې ۹ سلنه بشپړې کړي دي.

د عمر بن خطاب مدرسه په ۵۶۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۸ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو او د مارشال محمد قسیم فهیم دارالعلوم لیلیه په ۵۲۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ملي او ټولګټو پروژو په تطبیق سره ژمن دی چې د ښاریانو او لرې پرتو سیمو خلکو په ټولنیز ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲
Background image

د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو  څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت