پروان ولایت کې (۵) جریبه ځمکه له غاصبینو راوګرځول شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۸
bcad

۱۴۴۳/۱۰/۲۰

د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې هغه (۵) جریبه ځمکه له غصب راوګرځوله چې یو هېوادوال ته په اجاره ورکړل شوې وه.

یاده ځمکه لومړی یو هېوادوال ته په اجاره ورکړل شوې وه، چې بیا ځینو غاصبینو غصب کړې وه، خو د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په هڅو له غصب وژغورل شوه او بېرته مستأجر ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده چې یاده ځمکه د پروان ولایت د مرکز اړوند په (اغېل) کلي کې موقعیت درلود.

دغه راز د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په پروان ولایت مرکز او ولسوالیو کې د غاصبینو لېست ترتیب کړی او د یاد ولایت د والي دفتر ته یې استولی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې غصب شوې ځمکې به بېرته له غاصبینو راګرځوي او د ټول هېواد په کچه به د ځمکو له غصب مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت