پروان ولايت کې له ۲۰۰ جريبو څخه زياته ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۹:۲۲
پروان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو د انتقال په لړ کې دا ځل په پروان ولايت کې ۲۰۸ جريبه دولتي ځمکه ولېږدوله.

دا ټوټه ځمکه د پروان ولايت د مرکز چاريکار ښار په هوفيان شريف سيمه کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټي دويم فيز د جوړېدو په موخه د پوهنې وزارت په غوښتنه ولېږدول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې د کډوالو، معلمينو، غالۍ اوبدونکو او صنعتي پارکونو لپاره د ښارګوټو په ګډون د نورو ګڼو بنسټونو د جوړېدو په موخه د دولت بېلابېلو متقاضي ادارو ته ۲۴۲ زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړې ده.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت