هرات ولايت کې د صحي محصولاتو او درملو د ازمېښت لابراتوار ودانۍ د جوړولو چارې تر نيمايي رسيدلي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هرات ولايت کې د روغتيايي محصولاتو او د درملو د ازمېښت لابراتوار لپاره د ځانګړې ودانۍ جوړولو چارې تر ۷۰ سلنه رسولي دي.
دا ودانۍ چې د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې موقعيت لري، په ۱۲۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي وجې څخه په ۱۱۷ ميليونه ۴۰۰ زره افغانۍ جوړيږي.