نیمروز ولایت کې له یو شمېر ودانیزو پروژو  څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۵۹
انځور

۱۴۴۵/۱۰/‍۱۷

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم په یاد ولایت کې د یو شمېر پروژو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

د ښاغلي مولوي یاسیني په خبره، د زرنج ښار د خواجه کریم روغتیایي کلینیک، د زرنج ښار د سل بستریز روغتون له پروژې، د زرنج ښار د پل ابریشم د سړک له رغنیزو چارو او دغه راز د سیاه چشم روغتیايي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه.

نوموړي زیاته کړه، د خواجه کریم، سیاه چشم او د زرنج ښار د سل بستریز روغتون له رنګمالۍ، د سیمې د پاکوالي او هوارۍ، د کانکرېټ اچونې او د شنې سیمې څخه کنترول او څارنه وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو دقیقه څارنه کوي، تر څو یې چارې د شرطپاڼې او انجنیرۍ اصولو مطابق سرته و رسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت