نوي کابل ښار کې د عملي چارو د پیل لپاره د پلانونو پر څرنګوالي او اغېزو خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۸
د کور او ښار جوړلوو وزارت

۱۴۴۷/۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر او دغه راز د وزارت اړوندو  رئیسانو او امرینو په حضور کې ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، په نوي کابل ښار کې د ماسټر پلان، جوړښتي یا ساختاري پلان او تفصیلي پلانونو په اړه خبرې وشوې.

په دې تړاو ګمارل شوي هیئت خپل راپور او موندنې په جلسه کې بیان کړې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې د لارښوونې غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، په دغه ښار کې د شته پلانونو هر اړخیزه ارزونه دې وشي، د تطبیق په ساحه کې د رامنځته کېدونکو پړاونو او د ستونزو توپیرونه دې وشي او د حل او عملي کېدا لپاره دې مسؤلانه وړاندیزونه وشي.

په غونډه کې ګډونوالو هر یو خپل دلایل او تخنیکي نظریات وړاندې کړل او د یادې سترې پروژې د چارو د لا اغېزمنتیا په موخه یې وړاندیزونه وکړل.

ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، تر تخنیکي هر اړخیزې څېړنې وروسته به د عملي اقداماتو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي د نوي کابل ښار سترې پروژې اهمیت او اړتیا ته په کتو ټینګار وکړ، چې هر لوری دې ژر تر ژره خپلې چارې سرته ورسوي او د وروستي تصمیم په موخه دې یې بلې غونډه کې بیان کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ چارې لا چټکې، اغېزمنې او با کیفیته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت