لوګر کې څه باندې ۲۳۳ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۰:۴۷
لوګر

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو برنامې د پلې کېدو پر مهال د لوګر ولایت اړوندو سېمو په ۲۵۵ قطعو کې ۲۳۳۴۳۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتوته سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۲۴۲۹۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۹۱۴۳ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د میوو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې د میوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲
Background image

د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو  څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت