لغمان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکې د وېش په تړاو ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۱۸
لغمان د ځمکو د ويش په تړاو

 

۱۴۴۶/۶/۱

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، دغه ولایت کې د بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره د ځمکې د وېش ولایتي کمېټې درېیمه ناسته وکړه او د چارو پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي تېلوي وویل، د بېرته راستنېدونکو کدوالو د دایمي اوسېدو لپاره چې کومه ساحه په تېر کې د نورو اړوندو ادارو د استازو په شتون ځانګړې شوې وه، په هغې ځمکه کې د شته ځینو تخنیکي ستونزو په اړه خبرې وشوې او تصمیم ونیول شو چې د مناسب ځای پیدا کېدو په موخه دې نورې ساحې هم وکتل شي.

د یادولو ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي، چې په ځينو هغو کې عملاً ودانیزې چارې او د وېش بهیر روان دی

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS