فراه ولایت کې د خپل سرو هستوګنیزو کورونو له جوړولو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۱
picture

۱۴۴۵/۸/۲۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئيس مولوي نصرالله استقلال وايي، د دې ریاست انجنیري ټیم د فراه ښار په اتمه ناحیه کې د پنځوس خپلو سرو ودانیو له جوړولو مخنیوی وکړ.

محترم مولوي استقلال وايي، یاد کورونه په خپل سرې توګه د قانون او تګلارې په پام کې نه نیولو سره جوړېدل، چې دوی یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د یاد کورونو مالکینو ته یې قانون بیان کړ او د دغه کورونو نقشې یې ویزه کړې او بیا یې له قانون سره سم د رغېدو اجازه ورکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سرې توګه او غیر قانوني رغونه وکړي او په دغه برخه کې له ټولو هېوادوالو غوښتنه لري چې قانون ته ژمن پاتې شي او ټولې چارې اصولي او معیاري پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴
Background image

د شینډنډ ولسوالۍ د کانال جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ناظر د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ سوېل لوري او د معارف سړک شمال لوري د کانال جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت