سمنګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څار پیل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۵
سمنګان

۱۴۴۶/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په سمنګان ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي محمد امین نوري په لارښوونه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي هڅې پیل کړې.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په دغه پیل شوو تازه هڅو کې به په یاد ولایت کې ښاري تخلفات په ګوته او ‏د مخنیوي لپاره یې د اړوندو ادارو په همکارۍ او همغږۍ لاس په کار شي.

نوموړی وایي، سمنګان ولایت کې یې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ولایتي مدیریت چارې هم ارزولي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز یې د ایبک ښار اوه (۷) تفصیلي پلانونه کتلي او له مخې یې هڅې پیل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، سمنګان اوه (۷) ولسوالۍ لري‏، چې پنځه هغه یې دره صوف پائین، دره صوف بالا، خُلم، حضرت سلطان او روی دو آب ولسوالۍ یې تفصیلي پلانونه لري او پاتې دوه نورې ولسوالیو ته به یې په نږدې راتلونکي کې جوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ کړي، تر څو د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وشي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS