سرپل ولایت کې د ولسوالیو ښاروالیو ته د ښاري تخلفاتو پېژندو په تړاو سمینار ورکړل شو

۱۴۴۶/۰۶/ ۱۲
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دغه ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم سرپل ولایت کې د دغه ولایت ښاروال او نورو ولسوالیو ښاروالانو سره ناسته وکړه او د ښاري تخلفاتو پېزندو او مخنیوي برخه کې یې روزنیز سمینار وړاندې کړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د کور او ښار جوړولو اړوند ریاست سره د ولسوالیو ښاروالانو د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ رامنځته کېدل، بله هغه موخه وه چې په ناسته کې ترسره شوه.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم هغه ساحې هم کتلي چې د ماسټر پلان تر پوښښ لاندې دي او د سیمې اوسېدونکو ته یې ښاري پلانونه تشریح کړي دي.
دوی له خلکو هم غوښتي چې په ودانیزو چارو کې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همغږي اوسي، تر څو چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې له خپل سریو ډډه وکړي او ټولې ودانیزې چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسوي.