د کور او ښار جوړولو وزارت پلاوي د امارات ښار ګوټي له ګذر وکیلانو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۴:۵۱
picture

1444/04/01
د کور او ښار جوړوولو وزارت پلاوي د کابل ښار د قصبې سیمې د شیخ زاید (امارات) ښار کوټي څخه لیدنه  وکړه او هلته یې د سیمې د ګذر د وکیلانو سره  د بلاکونو د پاتې اقساطو په اړه خبرې وکړې.
د امارات هستوګنیز ښار ګوټي د ګذر وکیلانو د خپلو ستونزو په  اړه خبرې وکړې او وې ویل چې د اپارتمانونو مالکان د خپلو پاتې اقساطو ته ژمن دي خو د ا.ا.ا څخه یې وغوښتل چې په دې بد اقتصادي بهران کې دې د دوی سره مراعت وشي او په اقساطو کې دې کموالی راولي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ورغلي پلاوي ور سره ژمنه وکړه چې د اپارتمانونو مالکان دې پنځوس سلنه خپل اقساط تحویل کړي پاتې نورو کې به لازمي تخفیف نظر کې ونیول شي.
د یادونې وړه ده چې د شیخ زاید ښار کوټی په (264)جریبه ځمکه کې جوړ چې 111 بلاکونه 5 منزله، 3332 اپارتمانونه چې 2, 3, او 4 خونو (اطاق) درلودنکی ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS