د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د اغا خان بنسټ د پلان، ودانۍ او مسکنونو برخې له استازو سره وکتل

1444/03/17 د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د اغاخان بنسټ د اسیا په کچه د پېښو او مسکنونو له ریس محترم شادمان، د مسکنونو د اجرایه ریس محترم رحمت الله بیک او د نورو برخو له یو شمېر استازو سره وکتل. په دې لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست د اغا خان بنسټ له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد بنسټ په تېرو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ همکاري کړې. هغه زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت ستره دنده بې سر پناه هېوادوالو ته د سر پناه جوړول دي. محترم سرپرست وزیر له اغاخان بنسټ څخه د کور جوړولو، تاریخي ابداتو او د وزارت د کار کوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د اسیا په کچه د اغاخان بنسټ مشر وویل، د یاد بنسټ امکاناتو ته په کتو به دوی د کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، د اغا خان بنسټ تر دې وړاندې هم د کور او ښار جوړولو له محترم وزارت سره هوکړه لیک لري چې یاد هوکړه لیک د بیا کتو وروسته او اوسنیو ستونزو ته په کتو به یو ځل بیا لاسلیک او د همکاریو لړۍ ته دوام ورکړي